د افغان خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د سرطان په (۱۹) نیټه سهار مهال په سیداباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې . د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریف زوی له افغان خبري اژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تائید کړه. نوموړي زیاته کړه، د دغه موټر بم برید موخه امنیتي پوستې وې . شریف زوی د دې حملې د زیان په اړه معلومات رانه کړل. تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس