کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل؛ د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې

19 سرطان 1399 ساعت 11:20

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ.

ټاکل شوې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.



د کرنې وزارت ویلي؛ ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت دمقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.

ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.

کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.

دغه راز په کندهار کې د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د انارو د ساتنې په پار ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې هم جوړیږي.

د کندهار انار په کور د ننه او له هېواده بهر ښه نوم لري او د انارو د ساتنې سړې خونې کولای شي، چې په بازار کې د انارو د بیې په مدیریت او دغه راز د بڼوالو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دغه راز یو شمېر نورې پروژې لکه د مېوو او سبو لمریز دستګاوې وېشل د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پروژه کې شامل دي.

ددغو پروژو د پلي کېدو په لړ کې، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. په همدې توګه ددغو کرنیزو بنسټونو تر جوړېدو وروسته لسګونو کسانوته د تل پاتې دندې زمینه هم برابریږي.
 


د مطلب کود: 214134

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214134/کندهار-کې-د-کرنیزو-محصولاتو-مدیریت-پروژې-پیل-۹۴۸-پروژو-چارې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com