دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 214135
د شاه دوشمشیره جومات د ترمیم چارې له ۶۰ سلنې واوښتې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې په کابل ښار کې د شاه دوشمشیره (ع) جومات د ترمیم او مرمت چارې ۶۲ سلنه بشپړې کړي دي. ښارجوړولو وزارت ویلي؛ دا تاریخي جومات چې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، په ۴۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۳ میلیونه او ۶۳۱ زره افغانیو په ارزښت ترمیم کېږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې تر دې دمه په کابل کې د پل خشتي جومات، باغ بالا ماڼۍ، د پارلمان د شهیدانو مقبره او د وزیر محمد اکبر خان تپې د ملي بیرغ څلي لومړی فاز، په فیض آباد ښار کې د خرقه مبارک جومات او د هرات جامع جومات لومړي فاز د مرمت او ترمیم چارې بشپړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcbfab5srhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته