د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمیل مومند وایي، چې تیره شپه وسله والو د څمکنیو ولسوالۍ نوزي خولې سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر ګزمه برید کړی و.
مومند زیاتوي، چې د وسله والو په دغه برید کې یو سرتیری ټپي شوی او په ځوابي ډزو د یوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس