دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 214144
کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژه پيل شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ.
د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.
د خبرپاڼې په حواله، د دې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت د مقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.
ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.
کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.
دغه راز په کندهار کې د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د انارو د ساتنې په پار ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې هم جوړیږي.
د يادولو ده چې د کندهار انار په کور د ننه او له هېواده بهر ښه نوم لري او د انارو د ساتنې سړې خونې کولای شي، چې په بازار کې د انارو د بیې په مدیریت او دغه راز د بڼوالو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
دغه راز یو شمېر نورې پروژې لکه د مېوو او سبو لمریز دستګاوې وېشل د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پروژه کې شامل دي.
د کرنې وزارت خبرپاڼه وايي، ددغو پروژو د پلي کېدو په لړ کې، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. په همدې توګه ددغو کرنیزو بنسټونو تر جوړېدو وروسته لسګونو کسانوته د تل پاتې دندې زمینه هم برابریږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbaab5arhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته