د ترکیې اوبو کې د مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله د نورو هېوادونو د وګړو ترڅنګ یو شمېر افغانانو هم مړه شوي دي.
ويل کيږي په دغه پېښه کې د افغان مسافرو په ګډون سپاره ۸۰ کسان له کښتۍ سره يو ځای ډوب شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد چې د حکومت د رسنيو مرکز کې يې خبرې کولې وويل، بهرنیو چارو وزارت چې له دې پېښې څو ساعته وروسته خبر شوی، د پېښې ځای ته يې یو پلاوی استولی، ترڅو د افغان مسافرو مړي وپېژني.
هغه زیاته کړه، د ترکيې پوليسو تېره ورځ خبرداری ورکړی و، چې له پيښې ۱۸ ساعته وروسته دوی ته د هغې کښتۍ د ډوبېدو خبر ورکړل شو چې د څو هېوادونو مسافر په کې په غير قانوني ډول وړل کېدل.
دی وایي، تر اوسه له ۸۰ مړو څخه يې ۱۳ جسدونه پيدا کړي، خو په اوبو کې د اوږدې مودې تېرولو له امله نه پېژندل کيږي.
هېواد له هغو کورنيو څخه چې د پېښې په اړه پوهېدلي وغوښتل چې تحقیقاتي کمېټې ته دې د اسنادو په چمتو کولو سره د مړو پېژندلو کې مرسته وکړي.
هغه زياته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د مړو د جسدونو د پېژندلو وروسته د هغوی د لېږدولو او خښولو بشپړ چمتوالی لري.