کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپيدار ماڼۍ ارګ ته له خپل لوري د وړانديز شوو نوماند وزيرانو نوملړ تاييد کړ

د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 13:16

د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته يوې نېږدې سرچينې له خامه پرس سره خبرو کې د سپيدار ماڼۍ له لوري ارګ ته د يو شمېر نوماند وزيرانو نوملړ تاييد کړ.


ټاکل شوې دغه نوماند وزيران د ولسمشر له تاييد وروسته د باور رايې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
 د يوې ښځې په ګډون ۱۴ نوماند وزيران د سپيدار له لوري ارګ ته معرفي شوي دي.
د دې نوملړ پر بنسټ؛
۱ – مسعود انداربي د کورنیو چارو نوماند وزير
۲ – فضل احمد معنوي د عدليې نوماند وزير
۳ – انورالحق احدي د کرنې او مالدارۍ نوماند وزير
۴ – نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو نوماند وزير
۵ – محب الله صمیم د قومونو او قبایلو چارو نوماند وزير
۶ – مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت نوماند وزير
۷ – معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوماند وزيره
۸ – نثار احمد غورياني د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزير
۹ – سعادت منصور نادري د اقتصاد نوماند وزير
۱۰ – بشير احمد ته‌ینج د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير
۱۱ – کنشکا ترکستانی د لوړو زده‌کړو نوماند وزير
۱۲ – عباس بصير د ترانسپورت نوماند وزير
۱۳ – نجیب اقا فهیم د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت نوماند وزير
۱۴ – عزيزالله ارينفر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون رييس
که څه هم د ارګ او سپيدار تر منځ د سياسي هوکړه‌ليک له لاسليک دوه مياشتې تېرېږي، خو د سپيدار له لوري د وړانديز شوو نوماند وزيرانو نوملړ اوس وروستی شوی.
د راپورونو له مخې تر دې وړاندې هم د هغه نوماند وزيرانو نوملړ چې د سپيدار له لوري بايد وړانديز شوی وای، دوه ځلې چمتو شو خو د عبدالله عبدالله په ټيم کې د اختلافاتو له کبله وروستی شوی نه و.
له بل لوري تر دې مهاله ۱۱ نوماند وزيران د ارګ له لوري وزارتونو ته معرفي شوي دي.
د سياسي هوکړه ليک له مخې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د جنجالي کېدو له کبله د ارګ او سپيدار ترمنځ لاسليک شو، عبدالله عبدالله د ملي پخلاينې د عالي شورا رئيس وټاکل شو او دغه راز د کابينې په ټاکلو کې ۵۰ سلنه برخه ورکړل شو.
 


د مطلب کود: 214152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214152/سپيدار-ماڼۍ-ارګ-ته-له-خپل-لوري-د-وړانديز-شوو-نوماند-وزيرانو-نوملړ-تاييد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com