دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 214167
د بنديانو د خوشي کېدو پر سر د حکومت او طالبانو مخالفتونه حل شوي
افغان حکومت وايي له طالبانو سره يې د شيږ سوه هغو طالب زندانیانو د نه خوشي کېدو پر سر اختلافات حل شوي چې په درنو جرمونو کې ښکېل دي.
په حکومت کې دننه یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو نوی لېست افغان حکومت ته سپارلی چې له مخې به يې نور طالب بندیان له زندانه ازاد شي.
ویل کېږي چې د طالبانو له خوا په سپارل شوي نوي لیست کې ۵۹۲ طالب بندیان شامل دي.
د ورستیو شمېرو له مخې افغان حکومت ۴۰۱۹ طالب زندانیان خوشي کړي او په بدل کې یې طالبانو د افغان حکومت ۷۳۷ زندانیان خوشي کړي.
افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي و چې د طالبانو په لېست کې راغلي هغه شپږ سوه بندیان نه خوشي کوي چې په لویو جرمونو کې ښکېل دي.
https://avapress.com/vdcg3t9xuak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته