طالبانو د نږدې ۶۰۰ هغو بندیانو یو بدیل لېست افغان حکومت ته سپارلی چې په خوشې کولو باندې یې لانجې روانې وې.
طالبانو د نږدې ۶۰۰ بندیانو یو بدیل لېست افغان حکومت ته سپارلی
د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 15:01
طالبانو د نږدې ۶۰۰ هغو بندیانو یو بدیل لېست افغان حکومت ته سپارلی چې په خوشې کولو باندې یې لانجې روانې وې.
یوې معتبره حکومتي سرچینې دغه خبره نن ازادي راډیو ته وکړه.
حکومت څه باندې څلور زره طالب بندیان تر اوسه خوشې کړي، خو د راپورونو په اساس د طالبانو لهخوا په مخکېني سپارل شوي لېست کې نږدې ۶۰۰ داسې کسان شامل و چې حکومتیې له خوشې کولو سره نهو جوړ.
د طالبانو او امریکا د فبرورۍ ۲۹مې د موافقې له مخې افغان دولت تر پنځه زره طالب بندیان او طالبانیې په بدل کې زر حکومتي بندیان خوشې کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته په یوه لنډکي پیغام کې وویل چې تر اوسه د طالبانو د بندیانو کمېسیون افغان حکومت ته د نوي لېست د سپارلو مسئله نهه تأیید کړې، نو بناً د ده په خبره دا موضوع حقیقت نهلري.
د مطلب کود: 214168