کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جواد عثماني: د اکسېجن ستونزه مو بشپړه حل کړې

19 سرطان 1399 ساعت 15:29

د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، په هېواد کې د اکسېجن د کمېدو ستونزه حل شوې او د کورونا ویروس د درملنې په ټولو روغتونونو کې یې د اکسېجن بالونونه ځای پر ځای کړي دي.


 هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته په دې اړه اندېښنه ونه لري او دامهال په افغان جاپان او علي جناح روغتونونو کې د اکسېجن ۴۰۰ بالونونه په اضافي ډول زخیره شوي او د کمښت مسله یې تر ډېره بریده حل شوې ده. دی په ورته وخت کې وایي، ۵۰۰ د اکسېجن تولیدوونکې دستګاوې اخیستل شوې او ډېر ژر به هېواد ته راورسېږي. عثماني که څه هم د کورونا ویروس د مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکړ، خو په ورته وخت کې یې پر هېوادوالو ټینګار وکړ چې روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي او په کورونو او کار ځایونو کې ماسک وکاروي. اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس تر ۳۳ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شې دي


د مطلب کود: 214175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214175/جواد-عثماني-د-اکسېجن-ستونزه-مو-بشپړه-حل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com