کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رباني: د نورو ځواک کې شریک کېدل، غیرمعقول هدف دی

د سولې په نوم سیاسي لوبه روانه ده

19 سرطان 1399 ساعت 15:30

صلاح الدین رباني چې ځان د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست، نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې د نورو په ځواک کې شرېکېدل غیر معقوله موخه ده.
هغه د عبدالله عبدالله، عطا محمدنور او یونس قانوني په ګډون د ګوند څوغړو وروستي دریځ ته په اشارې وویل چې د جمعیت موخه ځواک ته رسېدل دي، خو د څو وزارتونو لپاره په د نورو په ځواک کې د ځینو کسانو شرېکېدل غیر معقول کار دی.



رباني هغو کسانو ته چې اوس مهال په حکومت کې ونډه لري وايي که د نظام بنسټ تېرې ټاکنې بولي، نو د خپلو هغو پلویانو ته څه ځواب لری چې د ټاکنو پرمهال یې درلودل. دی زیاتوي، که د نظام بنسټ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه وي، نو بیا ولې دغه هوکړه کې دې مسلې ته اشاره نه ده شوې؟
صلاح الدین رباني وايي چې د نوموړي په مشرۍ جمعیت اسلامي د سولې مخالف نه دی او ځيني له سولې سره سیاسي لوبه کوي.
ښاغلي رباني د جمعیت اسلامي مجمع ترسره کولو لپاره د یوې کمېټې له ګمارنې هم خبر ورکړ.
 


د مطلب کود: 214178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214178/رباني-د-نورو-ځواک-کې-شریک-کېدل-غیرمعقول-هدف-دی

آوا
  https://www.avapress.com