راتلونکو ورځو کې د روغو شویو کسانو شمېر لا هم زیات شي.»
له کوویډ۱۹ ناروغۍ روغ شوی، یعقوب ازرده د خپلې تجربې په تړاو وايي:«زه کور کې تر درملنې لاندې وم او د روغتیا ریاست لخوا موږ ته هېڅ د درملو سپارښتنه ونشوه.»
د مدني ټولنې فعال، ذبیحالله احساس هم چې له یادې ناروغۍ روغ شوی وايي:«ټولنیز واټن مې په پام کې نیولو او د خوړو له تړاو مې د ډاکټرانو خبرې په پام کې نیولې، ښه شوم.»
همداراز د بلخ ولایت اوسېدونکي نورو ته هم د کرونا ویروس نه د خلاصون په تړاو د روغتیايي لارښوونو د په پام کې نیولو وايي.
د بلخ مزارشریف ښار اوسېدونکی، محمد زیاتوي:«هغه سیمه کې چې موږ یوو(د مزار لسمه ناحیه) د یوې نیمې میاشتې په موده کې موږ له پنځو جنازو د ډېرو شاهدان یوو چې هم ماشومان، هم ځوان او هم زاړه دي له درې کلنو نیولې تر شپېتو کالو پورې.»
د مزار اوسېدونکې، فرزانه زیاتوي:«له ماسک او دستکش نه استفاده ښه ده څو له کرونا نه لیرې ووسو.»
سره له دې د بلخ ولایت د عامې روغتیا مسوولین څرګندوي چې دوې اوونۍ مخکې د کرونا ویروس تست مرکز ته له منځني توګه له اتیا تر یوسلو پنځوسو کسانو مراجعه کوله او دا شمېر یوه وروستۍ اوونۍ کې ۵۸ تنو ته راښکته شوی دی.