دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 214180
د افغانستان د رګبې لوبډلې د دغو لوبو اسیا فدراسیون دایمي غړېتوب ترلاسه کړ.


د دغه فدراسیون مسوولین وايي دا لاسته راوړنه یې په اسیايي لوبو کې د لوبغاړو تر ښه ځلېدو وروسته ترلاسه کړې ده.
دوی زیاتوي چې د اسیا فدراسیون د مشرۍ شورا تېره ورځ(چهارشنبې د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) په یاد فدراسیون کې د افغانستان د دایمي غړیتوب خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د رګبې لوبدلې  غړي، دا لاسته راوړنه د هېواد لپاره لویه بولي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان رګبي ملي لوډلې توانیدلې وه چې د اسیا المپیکي سیالیو کې یې نهم مقام ګټلي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbwab5grhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته