د سیمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، عبدالستار میرزکوال د کندوز لپاره د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د افعان خبری آژانس د خبر له مخی، ښاغلي میرزکوال تر دې وړاندې د کونړ د والي په توګه د رغونې، د امنیت په ټېنګښت او په سیمهيیزه کچه د سولې په تامین کې د بریالۍ تجربې او دندې د ترسره کولو سربېره، د ماسټري په کچه لوړې زدهکړې او پرېمانه کاري تجربه لري.