دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 214181
عبدالستار میرزکوال د کندوز والي شو
د سیمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، عبدالستار میرزکوال د کندوز لپاره د نوي والي په توګه وټاکل شو. د افعان خبری آژانس د خبر له مخی، ښاغلي میرزکوال تر دې وړاندې د کونړ د والي په توګه د رغونې، د امنیت په ټېنګښت او په سیمه‌يیزه کچه د سولې په تامین کې د بریالۍ تجربې او دندې د ترسره کولو سربېره، د ماسټري په کچه لوړې زده‌کړې او پرېمانه کاري تجربه لري.
 
د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د کندوز له مخکېني سرپرست والي ښاغلي حشمت الله رحيمي عرض‌بېګي څخه مننه کوي چې په دغه ولايت کې يې د پام وړ کار کړی او په دې سربېره، نوي والي ته په ورسپارل شويو چارو کې له خدايه بريا غواړي.
https://avapress.com/vdcc40qis2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته