د کونړ ولایت د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک تخریب شویو برخو د بیا رغونې چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غځیدلی سړک ځینې برخې چې د تیرو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، د ولایت مقام لارښوونې په اساس د سړکونو ساتنې او څارنې ریاست له لوري یې د بیارغونې چارې پیل شوې.