کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا وزارت: د کرونا د مثبتو پيښو شمیر د تیر په پرتله نږدې ۵۰ سلنه کم شوی

د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 16:35

د عامې روغتیا وزارت وایي هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر د تیرې یوې نیمې میاشتې په پرتله نږدې ۵۰ سلنه کم شوی دی.


د روغتیا وزارت سرپرست، احمد جواد عثماني که څه هم هیواد کې د کرونا خپریدل د تیر په پرتله پڅ وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې لاهم کرونا خطرناکه ده او خلک باید ټولنیز واټن رعایت کړي او ماسکونه وکاروي.
هغه خوشبیني وښوده چې روغتونونو کې د اکسیجن ستونزه حل شوې او تر راتلونکو څو ورځو پورې د درملو ستونزه هم حل کیږي.
ښاغلي عثماني دا څرګندونې نن پنجشنبه په کابل کې په یوې خبري ناسته کې، چې د کابل والي او د حج او اوقافو وزارت معین هم پکې و، کړي دي.
په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي طبي انجمن چې په کابل کې د افغان - جاپان روغتون مدیریت لپاره یې له عامې روغتیا وزارت سره تړون لاسلیک کړی و، د روغتیا وزارت له خوا د افغان - جاپان مدیریتي ټیم ګوښه کیدل د تړون خلاف یاد کړل او د یاد روغتون اوسني رهبري غړي یې له ځان سره په بد چلند تورن کړل.
د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان اسلامي طبي انجمن ترمنځ د افغان - جاپان روغتون مدیریت لپاره د روان کال غویي میاشت کې تړون لاسلیک شوی و او ټاکل شوې وه چې د چنګاښ میاشتې تر پایه دوام وکړي، خو دا تړون د چنګاښ میاشتې په ۹مه نیټه دعامې روغتیا وزارت له خوا لغوه شو.
تر اوسه افغانستان کې ۳۳زره او ۹۰۸ تنه پر کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې ډلې ۹۵۷ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۴ تنه تازه پر کرونا اخته شوي دي.


د مطلب کود: 214186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214186/د-روغتیا-وزارت-کرونا-مثبتو-پيښو-شمیر-تیر-په-پرتله-نږدې-۵۰-سلنه-کم-شوی

آوا
  https://www.avapress.com