د سیمهيیزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، رابعه ستانکزۍ د دې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې د لوګر والي د مرستيالې په توګه ټاکل شوې ده.
رابعه ستانکزۍ تر دې وړاندې له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته نومانده وه.
له بل لوري د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ښځو قوي کول، د دوی د پلانونو یوه برخه ده، نوموړي ټینګار کړی چې که چېرته د کوم ولایت والي ښځه وټاکل شي، مرستياله به يې هم ښځه وي.
اغلې ستانکزۍ له هغه وروسته د لوګر د والي د مرستيالې په توګه ټاکل شوې چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کابينې پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به د ټولو ولايتونو د واليانو مرستيالې ښځې ټاکل کېږي.