کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صلاح‌الدین رباني: نظام کې ځینې کړۍ د سولې بهیر سره سیاسي چلند کوي

19 سرطان 1399 ساعت 18:10

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر او د جمعیت ګوند یو مشر صلاح‌الدین رباني وايي، نظام کې ځینې کړۍ د سولې له بهير سره سیاسي چلند کوي.



ښاغلي رباني دا څرګندونې نن پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۹» د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا د مخکېني مشر قیام‌الدین کشاف د کړنو په یاد غونډه کې وکړې.
ښاغلي رباني د دې کړيو او د سیاسي لوبو د څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه‌ويل، خو زياته‌يې کړه چې د سولې بهیر سره باید مسئولانه چلند وشي.
صلاح‌الدین رباني زیاته کړه: "هغوی چې موږ د سولې مخالف ګڼي، ځیني يې له سولې سره سیاسي چلند کوي او ټول باید په یاد ولرئ که سبا داسې وضعیت رامنځته شي چې له دولتي مأموریت نه د هغوی لیرې کیدل افغانستان کې د عادلانه او تل‌پاتې سولې لامل شي، نو حاضر به نه‌وي چې د سولې لپاره لیرې شي."

کابل کې د قیام‌الدین کشاف یاد غونډه
ښاغلي رباني زیاته کړه، باید د سولې په نوم تازه جګړه پیل نه‌شي، بلکې بايد تل‌پاتې سوله ټينګه شي.
په دې ناسته کې ښاغلي رباني په نږدې راتلونکي کې د جمعیت ګوند د عمومي ناستې په کېدو ټینګار وکړ، هغه ګوند چې په دې وروستیو کې یې رهبري په دوه برخو وېشل شوې ده او د مشرتابه له ۴۵ زیاتو غړو یې پرېکړه کړې چې ښاغلی رباني بايد د حزب له مشرۍ لیرې او عنایت‌الله شاداب‌یې په موقتي ډول ځای ناستی شي.
ازادي راډیو هڅه وکړه، د ښاغلي رباني د خبرو په اړه چې د يو شمېر کړيو له‌خوا د سولې له بهير سره سیاسي چلند کېږي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره هم وغږېږي، خو اړيکه ټینګه نه‌شوه.
خو د حکومت د رسنیو مرکز مشر لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او ورسره هېڅ ډول سیاسي چلند نه‌کېږي.
لطیف محمود
ښاغلی محمود وايي: "د افغانستان حکومت سوله یوه ملي پروسه ګڼي، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه او د افغان حکومت لومړیتوب دی. موږ د سولې لپاره ملي اجماع رامنځته کړه، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع هم جوړه شوې، د جګړې او تاوتریخوالي پای د افغانستان خلکو او نړیوالو غوښتنه ده، زموږ هیله همدا ده چې ژر تر ژره د سولې په لور ګامونه واخلو."
ښاغلي محمود زیاته کړه چې د سولې په پروسه کې د طالب بندیانو خوشې کول او د مذاکراتو لپاره د پلاوي تشکیل له مهمو ګامونو څخه دي.
تر اوسه روښانه نه‌ده چې د سولې په اړه د افغانانو خپلمنځي خبرې څه وخت پیلېږي او ایا پيل به‌یې دې بن بست ته پای وي او که نه نوې ستونزي به پیدا کړي.
 


د مطلب کود: 214191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214191/صلاح-الدین-رباني-نظام-کې-ځینې-کړۍ-د-سولې-بهیر-سره-سیاسي-چلند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com