کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

20 سرطان 1399 ساعت 8:42

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړوي.
د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له قوله راغلي:



 د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي.
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د زابل د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
د زابل د کرنې ریاست وایي، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.
 


د مطلب کود: 214192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214192/زابل-کې-زر-بېوزله-کورنیو-ته-د-چرګانو-واړه-کورني-فارمونه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com