په بغلان ولایت کې د افغان ملي پوځ یوه الوتکه لویدلې ده.
د بغلان د والي ویاند نذیر نجم ویلي، چې دا پېښه په دوشي ولسوالۍ کې شوې.
د سرچینې په حواله، دا الوتکه تعلیمي وه.
نوموړې الوتکه د ۲۱۷ پامیر قول اردو اړونده وه.
ویل شوي، چې د الوتکې پیلوټ د فراشوټ په وسیله ځان ژغورلی دی.
د پېښې دلیل تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.