دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 214196
بغلان: د ملي پوځ الوتکه لویدلې دی
په بغلان ولایت کې د افغان ملي پوځ یوه الوتکه لویدلې ده. د بغلان د والي ویاند نذیر نجم ویلي، چې دا پېښه په دوشي ولسوالۍ کې شوې. د سرچینې په حواله، دا الوتکه تعلیمي وه. نوموړې الوتکه د ۲۱۷ پامیر قول اردو اړونده وه. ویل شوي، چې د الوتکې پیلوټ د فراشوټ په وسیله ځان ژغورلی دی. د پېښې دلیل تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.
https://avapress.com/vdci35arqt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته