کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په غور ولایت کې ۱۵حکومتي بندیان خوشې کړي دي

20 سرطان 1399 ساعت 11:24


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه ویلي، چې تېره ورځ د دوی د غو ولایت له زندانه ۱۵ حکومتي بندیان خوشې شوي او د کرایه په ورکولو سره خپلو کورنو ته لېږل شوي دي.
همدارنګه طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي دوی افغان حکومت ته د بندیانو بل لیست سپارلی دی.
د پنجشنبې ورځ داسې راپورونه لاس په لاس شول چې طالبانو حکومت ته متبادل لیست سپارلی دی خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې دا خبره سمه نه ده د معلوماتو له مخې افغان حکومت تر دې دمه له ۴زره او طالبانو بیا له ۷سوه زیات بندیان خوشې کړي دي.
ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت ۵زره او طالبان ۱۰۰۰تنه بندیان تر بین الافغاني خبرو مخکې خوشې کړي.


د مطلب کود: 214201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214201/طالبانو-په-غور-ولایت-کې-۱۵حکومتي-بندیان-خوشې-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com