دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 214203
غزني: ځوابیه برید کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
په غزني کې د وسله والو طالبانو بريدونه د ۸ تنو په وژل کيدو او ۳ تنو په ټپي کيدو سره له ماتې سره مخ شو.
د افغانستان ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ تیره ورخ وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د شالیز او عاشقوال په سيمو کې پر ملي امنيتي ځواکونو بريدونه کړي وو.
یاد وزارت ویلي؛ ياد بريدونه د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د هوايي ځواک په ملتيا له ماتې سره مخ شوي.
ویل شوي؛ په يادو نښتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي.
 
https://avapress.com/vdchvknix23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته