د امریکا متحده ایالاتو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې روسیه افغانستان کې له افراطي ډلو سره په تماس کې ده.
دا چارواکی د امریکا د دفاع وزارت لوی درستیز مارک میلي کړي دي.
میلي د امریکا پارلمان ته ویلي چې روسیه حقاني شبکې او القاعدې سره تماسونه لري.
ده په دې اړه اندیښنه ښکاره کړي او ویلي دي چې دوی هم د وضعیت د کنټرول لپاره ګامونه اخلي.
په دې وروستیو کې په روسیې تور لګول شوی چې طالبانو ته پیسې ورکوي چې امریکايي سرتیري ووژني.