په ختېځ ننګرهار ولایت کې د تیلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې پیښه نن سهار شاخوا شپږ بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
ښاغلي خوږیاڼي وایي، په دغه پیښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپيان هم شوي دي او له امله یې ۳۰ څخه زیات دوکانونه اور اخیستی دی.