عبدالله ويلي، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره اړتیا ده چې د پنځه زره طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه افغان حکومت ويلي، د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ هغه زندانیان نه خوشي کوي چې په درنو جرمونو کې ښکېل دي.
له بل لوري بيا طالبان وايي، تر هغې چې د نوملړ له مخې د دوی ټول زندانیان خوشي نه شي، له حکومت سره بين الافغاني خبرې نه پيلوي. حکومت تازه يو ځل بيا ټينګار کړی چې د وروستیو مخالفتونو سره سره له طالبانو سره د سولې خبرو ته ژمن دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس