په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ پرون جمعه په یو بیان کې چې د ایمیل په وسیله یې آزادۍ راډیو ته واستاوه ویلي چې د افغان هوايي ځواک یوه اې ۲۹ سوپرتوکانو الوتکه چې امریکايی پیلوټ چلوله، د تمریناتي الوتنې پرمهال نسکوره شوه خو پیلوټ ځان ایستلی او روغ ځمکې ته راکوز شوی دی.
د امریکا پوځ وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې د الوتکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه وه خو زیاتوي چې د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
د غوڅ ملاتړ په بیان کې د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس