دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 214227
نورستان کې به ژر ولایتي روغتون پرانیستل شي
داچې په روغتیایي برخه کې دې زمونږ سره د ژوند په ډېرو سختو شرایطو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، مونږ درنه منندوی یوو. او هیله مو دادی چې په راتلونکي کې لا زیات همکاره اووسي راسره.
د نورستان د عامې روغتیا رییس وايي، ددې ولایت د والي په هڅو د لومړي ځل لپاره په نورستان ولایت کې ولایتي روغتون جوړ، او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته هم وسپارل شي.
ریس ډاکټر ذکي الله ستوري دا څرګندونې د نورستان له والي حافظ عبدالقیوم سره د یوې لېدنې پر مهال وکړې.
د عامې روغتیا رئیس د نورستان له والي سره د خپلو خبرو پر مهال وویل:
داچې په روغتیایي برخه کې دې زمونږ سره د ژوند په ډېرو سختو شرایطو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، مونږ درنه منندوی یوو. او هیله مو دادی چې په راتلونکي کې لا زیات همکاره اووسي راسره.
سرچینه زیاتوي؛ د نورستان والي حافظ عبدالقیوم، د عامې روغتیا اړونده ډاکټرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له دوی سره د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د دوی هڅې د قدر وړ وبللې او د تل پاتې کاري همکاریو ډاډ یې ورکړ.
https://avapress.com/vdcdxo0x5yt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته