دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 214231
د پکتیا پټان- پښتونخوا لاره د سوداګرو پر مخ پرانیستل شوه
د پکتیا پټان- پښتونخوا لاره د سوداګرو پر مخ پرانیستل شوه.
له پښتونخوا سره د پکتیا پټان خر لاچي لاره د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.
د پکتیا یو شمیر سوداګر وایي چې دغه لاره به اونۍ کې شپږ ورځې د بار وړونکو موټرو او یوه ورځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.
د پکتیا پټان او پښتونخوا خر لاچي دغه لاره د نورو لارو په څیر د کرونا ویروس له کبله نږدې څلور میاشتې وړاندې تړل شوې وه.
تر دې وړاندې د سپین بولدک- چمن او تورخم لارې د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو پر مخ خلاصې شوي وې.
https://avapress.com/vdcip5arzt1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته