دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 214236
ننګرهار کې د مياخېل د ماموريت وروستۍ ورځ؛ د فخر افغان له مقبرې يې ليدنه وکړه
د ننګرهار والي د لوړ پوړو مسؤلینو په ملتیا د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار څخه لیدنه وکړه. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې ولایت کې د والي په توګه د خپلې دندې په وروستی ورځ د چنګاښ په شلمه د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي،لغمان والي رحمت الله یارمل،د ننګرهار او لغمان مرستیال والیانو،نظامي مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو په ملتیا د فخر افغان خان عبدالغفارخان مزار څخه لیدنه وکړه .

دوی د پاچا خان روح ته د دعا ترڅنګ د یاد مزار د کمپلکس بېلابېلې برخې ولیدلې او خوښي یې وښوده چې چارې یې په بشپړیدو دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په دې ولایت کې د دندې د پیل او نن د پای پر مهال یې د فخر افغان باچا خان مزار څخه د فکري تغیر په موخه لیدنه وکړه او خوښ دی چې د ماموریت د پای ته رسیدو پر مهال یې په دې ولایت کې د فکري تغیر د رامنځته کېدو ترڅنګ د باچا خان د مزار کمپلکس چارې هم بشپړې شوي دي .
هغه د ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار د کمپلکس په جوړیدو کې یې هلې ځلې کړي دي .
https://avapress.com/vdcdso0x9yt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته