د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره خبر ورکوي چې د هېواد د وګړو شمېر په تېر کال کې له ۰،۷سلنې زیاتوالي سره نږدې ۳۳میلیونه ته رسېدلی دی.
ددغې ادارې د اټکل له مخې نږدې ۱۷میلیونه وګړي نارینه او له ۱۶میلیونه لږ څه ډېر یې ښځې جوړوي.
دوی ویلي چې له ۳۳میلیونو څخه ۱۵میلیونه یې له ۱۵کلونو ټیټ عمر لرونکي دي او پاتې نور یې د بېلابېل عمر لرونکي دي. همدارنګه د ټولې نړۍ د وګړو د نفوس شمېر له ۷میلیاردو ډېر یې په اسیا او له څلورو یوه برخه یې په افریقا کې ژوند کوي.