کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا هم دغه هېواد ته د پاکستان د PIA شرکت په الوتنو بنديز ولګاوه

21 سرطان 1399 ساعت 10:52

د اروپایي هیوادونو وروسته امریکا هم د پاکستان د پی ای اې په پروازونو بندیز ولګاوه.
د امریکا د ټرانسپورټ وزارت دغه هیواد ته د پاکستان  نړیوال هوایي شرکت «پي ای اې» مستقیم پروازونه لغوه کړي.
د یاد شرکت پروازونه ځکه لغوه شوي چې ویل کېږي د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو په اړه اندېښنې موجودې دي.


وروسته تر هغه چې امریکا په یاد شرکت بندیز ولګاوه، پي ای اې په تازه خپره کړې اعلامیه کې یاده موضوع منلې او زیاته کړې یې ده چې له یو شمېر پیلوټانو څخه یې پوښتنې پیل کړې او د پوښتنو په لومړي پړاو کې یې ۱۷ پیلوټان له ندو ګوښه کړي.


د مطلب کود: 214249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214249/امریکا-هم-دغه-هېواد-ته-د-پاکستان-pia-شرکت-په-الوتنو-بنديز-ولګاوه

آوا
  https://www.avapress.com