کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د نږدې اتیا میلیونه افغانیو په مالي لګښت هوایي میدان جوړیږي

21 سرطان 1399 ساعت 11:52


د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ  په ګمبيري دښته  کې د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه کې د ملکي هوايي ميدان د لومړۍ برخې چارې پيل شوې .
ددې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ، په دې پروژه کې د ميدان احاطه،فنس او امنيتي برجونو جوړول شامل دي چې د حکومت بوديجې څخه به يې چارې د ګلوبل اپرېشن شرکت له لورې د اته مياشتو په موده کې بشپړې شي .
سرچینه زیاتوي د يادې پروژې بشپړيدو وروسته به د ميدان  اساسي تاسیسات لکه رانوې،ټکسوۍ او د ترمینل تعمیر ‌‌‌‌‌‌چارې پيل شي .


د مطلب کود: 214251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214251/ننګرهار-کې-د-نږدې-اتیا-میلیونه-افغانیو-په-مالي-لګښت-هوایي-میدان-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com