دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 214251
ننګرهار کې د نږدې اتیا میلیونه افغانیو په مالي لګښت هوایي میدان جوړیږي
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ  په ګمبيري دښته  کې د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه کې د ملکي هوايي ميدان د لومړۍ برخې چارې پيل شوې .
ددې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ، په دې پروژه کې د ميدان احاطه،فنس او امنيتي برجونو جوړول شامل دي چې د حکومت بوديجې څخه به يې چارې د ګلوبل اپرېشن شرکت له لورې د اته مياشتو په موده کې بشپړې شي .
سرچینه زیاتوي د يادې پروژې بشپړيدو وروسته به د ميدان  اساسي تاسیسات لکه رانوې،ټکسوۍ او د ترمینل تعمیر ‌‌‌‌‌‌چارې پيل شي .
https://avapress.com/vdcamynu649n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته