دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 214253
د هلمند کروندګر د انګورو حاصلاتو ته خوښ دي
یو شمېر کروندګر بیا دې ته هیله‌مند دي چې د انګورو ښه حاصل ته په کتو به کروندګر د کوکنارو له کښت څځه لاس په سر شي. دهلمند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان اوبرنامو دهمږغۍ مسول سید رفیع الله قلم کلید ته وویل چې سږکال دهلمند د انګورو په حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ۴،۶سلنه زیاتوالی راغلی دی نوموړی وایي چې د دوی د ریاست د راپورونو له مخې سږکال په دې ولایت کې ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه باندې د انګورو باغونوجوړ شوي دي چې له دې  څخه به نږدې ۹۰۷۵۰ متریک ټنه انګورو تولید شې چې د کابل په شمول به ګڼو نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

«لکه څنګه چې په جریان کې یاست تازه د هلمند انګور پاخه شوي دي بازارته د وړاندې کولو لپاره چمتودي سږکال معلوماتو دادي چې د تیر کال۶۹۱۰ هکتاره ځمکه باندې دانګوروباغونه موجود دي چې ددغه باغونو انګور به نږدې ۹۰۷۵۰ متریک ټنه تولید ولرو د مرکز لښکرګاه په شمول به د هیواد نورو ولایتونو ته به هم ولیږل شي » دغه راز سید رفیع الله قلم زیاته وې چې دوی راتونکي کال لپاره پلان لري جې ورته نور باغونه هم جوړ کړي.«د تېرکال په پرتله موږ د انګورو باغونو په جوړلو او حاصلاتو کې زاتوالی لرو چې شاوخوا ۴،۶فیصده په دې کې زیاتوالی لیدل کېږي موږ تمه لرو چې دا ډول نور باغونه هم جوړ کړو چې ورسره به بل کال ته له دې هم حاصلات ډېر شي» باید وویل شې هلمند چې د هېواد په کچه یو کرنیز ولایت دی د نورو میوه جاتو ترڅنګ پکې د انګورو بڼونه په پراخه کچه شتون لري چې هر کال زرګونه ټنه حاصلات ورڅخه بازار ته وړاندې کیږي،چې ددې ولایت په ګډون دهیواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کیږې. 
https://avapress.com/vdccp0qi12bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته