دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 214254
ملي امنیت شورا: طالبانو تېره اونۍ ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي امنیت شورا د شنبې په ورځ جولای۱۱(چنګاښ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یادو ملکي وګړو څخه ۲۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوې چې د طالبانو لخوا ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو، مخامخ جګړې او هدفي بریدونو کې اوښتې ده.
یادې شورای ویلي چې د دغه ملکي مرګ ژوبلې زیاته برخه په پکتیکا، تخار، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې رامنځته شوې ده.
د ملي امنیت شورا ویلي:"دغه راز د ولسي وګړو د وژلو ترڅنګ د ملکي خلکو اختطاف او د عامه تاسیساتو او ځایونو څخه د جنګي سپر په توګه استفاده هغه نور موارد دي چې طالبانو ترې ګټه اخلي."
یادې شورا د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې ملکي وګړو او افغان حکومت د غوښتنې خلاف کار بللی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ورته راپورونه ردکړي دي.
ملکي وګړو ته د طالبانو لخوا د مرګ ژوبلې اوښتو راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو په هدف ټولو لورو له طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» د روانې چنګاښ میاشتې پر۱۲مه وویل چې د ۲۰۲۰ کال په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰ ملکي وګړي د قصدي بریدونو قرباني شوي دي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ همدارنګه ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې د جګړو له امله د روان کال د لومړۍ ربع په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.
یوناما په افغانستان کې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی و چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdko0xoyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته