کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو سازمان ونه توانېد چې سوریې ته د مرستو دوام لړۍ وغځوي

21 سرطان 1399 ساعت 17:14

د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا ونه توانېد چې د نړیوالو مرستو د لړۍ دوام له ترکیې څخه سوریې ته وغځوي.
روسیې او چین هم دا ځل د دغو مرستو د پرېکړه لیک د غځولو لپاره د لوېدیځو هېوادونو هڅې ناکامې کړې.
د ملګرو ملتونو سازمان ډېری غړي د بشارالاسد د حکومت مخالف دي؛ خو روسیه او چین چې له دمشق ملاتړ کوي، له دغه لیدلوري سره چې دغه هېواد له ترکیې د نړیوالو مرستو ته اړمن نه دی موافق دی.
د سوریې په شمال لوېدیځ کې، د سوریې دوه اعشاریه اوه مېلیونه تنه بې ځایه شوی ژوند کوي.



هغه کسان چې د جګړې له امله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې، له ترکیې سره سرحدي سیمو ته پناه راوړې ده.
هغوی له ډېرې مودې راهیسې، د نړیوالې ټولنې مرستې چې لومړی ترکیې ته رسېږي او له هغه وروسته د دغه هېواد له پولې دغو بې ځایه شویو کسانو ته لېږدول کېږي.
خو سوریه د خپلو متحدانو په ځانګړې توګه د چین او روسیې له ملاتړ سره غواړي چې د ترکیې له لارې د دغه مرستې پرې شي.
بې ځایه شوي سوري ام محمد وویل:«دا په نوملړ کې نشته چې بشرپاله مرستې د سوریې حکومت او روسیې حکومتونو له خوا ووېشل شي. د سوریې حکومت زموږ کورونه ویجاړ کړلاو موږ یې بې ځایه کړو. موږ پر هغوی اعتماد نه لرو او امید نه لرو چې له موږ سره مرسته وکړي هره مرسته چې راورسېږي، د هغه خپل رژیم به یې واخلي.»
ملګرو ملتونو سازمان د دغو مرستو د پرې کېدو په اړه اندېښمن دی؛ ځکه چې د غو بې ځایه شویو کسانو ته د مرستې رسېدو لپاره د روسیې او سوریې غوښتنه، د لوېدیځو هېوادونو له خوا منل شوې نه ده.
د دې وېره شته چې سوریې ته د ترکیې له لارې د نړیوالې ټولنې مرستې به ودرول شی.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دوره ي رییس کرېسټوفر هویزګن وویل:«د رای اچونې پایله، ۱۳ رایې مثبتې او دوه هم مخالفې دي. پرېکړه لیک د امنیت شورا د دوه دایمي غړو د منفي رایو له امله نصویب نه شو.»
روسیه چې د سوریې یو تر ټولو ستر متحد شمېرل کېږي، د سوریې د جګړې له پیله تراوسه چې ۹ کاله کېږي، د سوریې په اړه یې ۱۶ منشوره ویټو کړي دي. په ډېریو دغو رای ګیریو کې، چین له روسیې ملاتړ کړی دی.


د مطلب کود: 214261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214261/ملګرو-ملتونو-سازمان-ونه-توانېد-چې-سوریې-ته-د-مرستو-دوام-لړۍ-وغځوي

آوا
  https://www.avapress.com