دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 214262
د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې د يو داسې تن جسد يا مړی ترلاسه شوی چې سر يې په تن پورې نه ؤ، ترې غوڅ کړی شوی ؤ، په يو بله پېښه کې دوه نور تنکي ځوانان په هدف کړی شوي دي.

د ميران شاه پوليس (اېس اېچ او) عصمت الله وايي مړی ورته پرون د دته خېل تحصيل په محمد خېل علاقه کې ترلاسه شوی دی.

هغه وويل د دغه تن جسد يا مړی ورته په داسې حال کې ترلاسه شوی چې سر يې په تنه پورې نه ؤ.

هغه زياته کړه مړی يې د ميران شاه روغتون ته راوړلی او بيا يې پېژندګلو د قاسم په نوم شوې چې تعلق يې د مومندو ضلعې سره دی.

عصمت الله وويل، د قاسم کورنۍ ويلي د پېښې مقدمه نه درج کوي.
https://avapress.com/vdcce0qii2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته