دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 214264
افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر نژدې زرو تنو ته ورسېد
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۳ تنه نور مړه شوي دي.
روغتیا وزارت نن جمعه جولای۱۱(چنګاښ۲۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۹۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۷۲ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۴۳۶۶ ته پورته شوو.
له یادو پېښو څخه ۱۳۹ په کابل، ۸ کندهار، ۱۰بلخ، ۸ نیمروز،۴هلمند، ۱ زابل او ۳ ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په تیره یوه شپه او ورځ کې د هیواد په درې ولایتونو، کابل، کندهار او زابل کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۹۹۴ تنو ته پورته شوو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کې ۲۵۳ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۱۱۳۵ تنو ته پورته شوو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو کې داسې مهال کموالی راغلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزاریر ډاکټر احمو جواد عثماني تیره اونۍ وویل چې د تیرې یوې نیمې میاشتې په پرتله په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر غرمې جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱) پورې ۵۶۰۲۷۰کسان مړه کړي او څه باندې دوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcepe8wejh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته