د ارزګان چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
چارواکي: ارزګان کې ۱۰ طالبان او ۲ پولیس وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس , 21 سرطان 1399 ساعت 15:38
د ارزګان چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي وايي د تېرې شپې په جګړه کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول چې وروسته د ده په خبره، د هوایي ځواکونو برید کې لس طالبان هم ووژل شول.
د ارزګان مرکز ترینکوټ کې وروستیو شپو ورځو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 214275