د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې نمونې کتل شوې چې له ډلې یې ۱۷۲مثبتې ثاتبې شوې دي. د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۲۳تنه مړه شوي چې په دې سره له یادې ناروغۍ د وژل شوو کسانو شمېر ۹۹۴تنو ته ورسېد.
له کرونا ناروغۍ تر دا مهاله له ۲۱زره څخه ډېر خلک ښه شوي. روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.