خوښ ديک ۰

په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۷۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴زره او ۳۶۶ تنو ته ورسېد.
په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوې

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې نمونې کتل شوې چې له ډلې یې ۱۷۲مثبتې ثاتبې شوې دي. د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۲۳تنه مړه شوي چې په دې سره له یادې ناروغۍ د وژل شوو کسانو شمېر ۹۹۴تنو ته ورسېد.
له کرونا ناروغۍ تر دا مهاله له ۲۱زره څخه ډېر خلک ښه شوي. روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود: 214279 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *