دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 214281
طالبانو له روسیې  د پیسو اخیستل رد کوی
طالبان وایي د دوی او روسيې تر منځ د اړیکو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي. د طالبانو د قطردفتر یو مخکښ غړي ملا خیرخواه له الجزیرې تلوېزيوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي، خو د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر له روسیې څخه د پیسو اخیستلو خبرونه ناسم دي او نوموړي یاد راپورونه د سیمې او افغان حکومت د استخباراتي کړیو دسیسه بللې ده.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې دا د افغان حکومت او د امریکایانو د استخباراتي کړیو کډ پلان دی او په خبره یې دوی غواړي چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور وغځېږي.
خیرخواه ویلي، چې دوی له امریکایانو سره د هوکړې سره سم په یو بل بریدونه نه کوي. نوموړي دغه راز ویلي چې د زندانیانو له خلاصون وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي او په خبره یې دوی په پوره ډول مذاکراتو ته چمتو دي.
نوموړی دا خبرې وروسته له هغه کوي چې څو ورځې وړاندې امریکا په روسیې تور لګولی و، چې روسیه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي. دغه راز روسیې بیا د امریکا د استخباراتو ځینې غړي په افغانستان کې په قاچاق تورن کړي و.
https://avapress.com/vdcdjo0xfyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته