دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 214288
کرېکټ بورډ د کورنیو سیالیو د ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له کرونا سره د مبارزې له بېړنۍ کمېټې يې د کورنیو لوبو د ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه.
 
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له کرونا سره د مبارزې له بېړنۍ کمېټې يې د کورنیو لوبو د ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه.
د کرېکټ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
افغانستان کرېکټ بورډ له دېرو هلو ځلو ورسته نن د کرونا وایروس له خپرېدو د مخنیوي له بېړنۍ کمېټې چې مشري یې د جلالتماب ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سروردانش کوله، د هیواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه، چې په دې سره به په نیږدې راتلونکې کې د شپږیزي لیګ هم ترسره شي
شپږيزه د افغانستان کورنی کرېکټ ليګ دی چې له ۲۰۱۳ کال راهيسې په افغانستان کې ترسره کېږي.
د يادولو ده چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله د نورو کاروبارونو او فعالیتونو تر څنګ لوبې هم بندې شوې وې.
په نړيواله کچه د لومړي ځل لپاره د کرونا وبا د خپرېدو له کبله تر بنديز وروسته د انګلستان او ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلو تر منځ ټېسټ سيالي تېره اوونۍ پيل شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaaynua49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته