کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ځوانو ښځو اجماع غړي: حکومت باید مېرمنو ته اغېزناکه ونډه ورکړي

21 سرطان 1399 ساعت 17:56

د افغانستان ځوانو ښځو اجماع په حکومت کې د ښځو کم‌رنګه مشارکت او د سولې مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي په نوملړ کې د محدودو ښځو حضور ته اندېښمن دي او زياتوي، په لویو سياسي پرېکړو کې ښځو ته هېڅ ونډه نه‌ده ورکړل شوې.
دوی زياتوي، د سولې مرکچي پلاوی ټول‌شموله نه‌دی او دوی نه‌شي کولی د ښځو له لاسته راوړنو او حقونو څخه په سمه توګه دفاع وکړي او له حکومته غواړي چې په دې پلاوي کې دې د ښځو شمېر زيات کړي.



دوی ټينګار کوي چې حکومت بايد په پنځو امنو ولايتونو کې ښځې د واليانو په توګه وټاکي. د ځوانو ښځو اجماع غړې نګينه ياري وايي، د سولې په پروسه کې د ښځې تعریف نه‌دی شوی او نه هم دوی ته مانا لروونکې او اغېزناکه ونډه ورکړل شوې. د نوموړې په خبره، که وضعيت داسې دوام وکړي، نو د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې به له لاسه ولاړې شي او ښځې به بياځلي تورې دورې ته وګرځي. دی ټينګار کوي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ذهنيت نه‌دی بدل شوی او ان ښځو ته د دويم جنس په سترګه هم نه‌ګوري. ياري وويل: «د سولې په پروسه کې ښځو ته هېڅ ډول مانا لرونکې ونډه نه‌ده ورکړل شوې، يو څو محدود کسان ټاکل شوي، چې په هېڅ وجې دوی نه‌شي کولی د ښځو له حقونو په سمه توګه دفاع وکړي، مو له حکومته غواړو چې په دې پلاوي کې دې د ښځو شمېر زيات کړي، که وضعيت داسې دوام وکړي، زموږ د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې به له لاسې لاړې شي.» په ورته وخت کې د ځوانو ښځو اجماع بله غړې صغرا سعادت بيا وايي، په کابینې او نورو دولتي پوسټونو کې ښځو ته ډېره کم‌رنګه ونډه ورکړل شوې. د نوموړې په خبره، دوی په حکومت کې د ښځو پر مانا لرونکې او اغېزناکې ونډې غوښتونکي دي، که پنځه سلنه ونډه هم ورکول کېږي، بايد اغېزناکه ونډه وي. سعادت د مرستيال واليانو په توګه د ښځو ټاکل کېدو موضوع ته په اشارې وويل، دا پروسه بايد شفافه او پر واضح مېکانیزم ولاړه وي او په دې برخه کې بايد مدني ټولنو ته د نظارت اجازه ورکړل شي. نوموړې وويل: «په حکومت کې له بده مرغه د ښځو مشارکت زښت کم دی او په کابینې او نورو پسټونو کې ښځې نه‌ليدل کېږي او که ليدل کېږي هم د شایسته سالارۍ او ظرفيت له‌مخې نه‌دي ټاکل شوي، حکومت څو ورځې مخکې وويل چې ښځې به د مرستيال واليانو په توګه ټاکي، خو له بده مرغه دا پروسه هېڅ شفافه نه‌ده، د دوی د ټاکلو او ګمارلو لپاره هېڅ ډول ميکانیزم نه‌شته.» جمهوري رياست بيا وايي، ښځو ته یې د حکومت په چوکاټ کې پراخه ونډه ورکړې او راتلونکې کې کابینه کې بيا څلور وزیرانې ښځې وي. د جمهور رییس وياند مرستيال دواخان مينه‌پال وايي، په مرکچي پلاوي او مصالحې عالي شورا کې ښځو ته ونډه ورکړل شوې او د دوی له حقونو څخه به دفاع وشي. دی زياتوي، د مرستيال واليانو په توګه به هغه ښځې ټاکل کېږي، چې ظرفيت، وړتيا او تخصص ولري. مينه‌پال کليد راډیو ته وويل: «د حکومت په چوکاټ کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړل شوې، د سولې په مرکچي پلاوي او مصالحې عالي شورا کې هم ښځې ونډه لري او د دوی له حقونو به په سمه توګه دفاع وشي، بله مسله دا ده چې په ټولو ولايتونو کې به ښځې د والي مرستيالانو په توګه وګمارل شي او هغه ښځې ټاکل کېږي چې ظرفيت، وړتيا او تخصص ولري.» دا په داسې حال کې ده چې له پخوا راهیسې دا اندېښنې موجودې دي، چې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د ښځو لاسته راوړنې قرباني نه‌شي، خو حکومت بیا په وار وار سره ټينګار کړی چې د ښځو پر حقونو هېڅ ډول معامله نه‌کېږي.


د مطلب کود: 214301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214301/د-ځوانو-ښځو-اجماع-غړي-حکومت-باید-مېرمنو-ته-اغېزناکه-ونډه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com