دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 214302

افغانستان کرېکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدو منظوري ترلاسه کړه د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکوي چې نن د کورونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي کمېټې ناسته ترسره شوه، چې په دې ناسته کې یادې کمېټې د افغانستان کورني کرېکټ سیالیو ته اجازه ورکړه.
دغه ناسته چې مشري یې د جمهور رییس محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش کوله، وویل چې افغان کرېکټ بورډ کولای شي له دې وروسته د کرېکټ سیالي پیل کړي. په ورته مهال افغان کرېکټ بورډ وایي چې ډېر ژر به د شپږیزه لیګ سودا ګریزي سیالۍ پیل کړي.
https://avapress.com/vdchvknii23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته