دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 214303
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د کروناویروس د مخنیوي کمېټې په هېواد کې د کرکټ د سیالیو د بیا پېلېدو اجازه ورکړه.

په نړۍ کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته ټولې نړیوالې او داخلې لوبې وځنډول شوې، افغانستان هم د دغه ویروس د مخنیوي لپاره خپلې داخلې لوبې وځنډولې.
د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې د ورځې جولاۍ۱۱ (چنګاښ۲۱) په اعلامیې کې ویل شوي دي چې له دغې پرېکړې وروسته به شپږیزه لیګ هم کیږي خو د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به نندارچیان په میدان کې نه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې سږکال به د شپږیزې لیګ اومه پړاو سیالۍ کوي. دا لیګ په ۲۰۱۳ کې پیل شو.
د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې ویلي دي چې د "روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي."
کرکټ بورډ وايي‌ چې ژر به لومړی شپږیزې لیګ او نورې داخلي سیالۍ پیلوي خو نندارچیان به په کې نه وي. شپږیزه لیګ د افغانستان د کرکټ شل اوریزې سیالۍ دي چې د ټول هېواد په کچه په کې لوبغاړي لوبیږي.
یو شمېر بهرنیو لوبغاړو هم په دغه لیګ کې لوبې کړي دي. افغانستان کې داسې مهال د کرکټ د داخلي‌ لوبو د بیا پیلېدو اجازه ورکړل شوه چې څو ورځې مخکې په انګلنډ کې نړیوالې لوبې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdciu5arpt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته