کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ډنډ پټان او انګور اډې سوداګریزې لارې پرانیستل شوې

د صدای افغان خبری آژانس , 21 سرطان 1399 ساعت 18:48

د افغانستان په جنوب ختیځ کې له پاکستان سره د دوو تړل شویو سوداګریزو لارو بیا پرانیستنه د سوداګرو له هرکلي سره مخ شوې.



د ډنډ پټان او انګور اډې لارې چې په پکتیا او پکتیکا کې له څو میاشتې راهیسې تړل شوې وې، پرون پرانیستل شوې.
په پکتیا کې د کانونو او صنعت خونې رئیس فضل‌الدین جلال‌زي ازادي راډیو ته وویل چې دا لارې به تر ټولو لومړی ټرانسپورتي لګښتونه راټیټ کړي.
ښاغلی جلال‌زی زیاتوي: "د دې لارې خلاصول صنعت او سوداګرۍ ته حیاتي مسئله ده، ځکه هغه مصارف چې د غلام خان بندر او تورخم له لارې راځي، هغه د دې لارې په نسبت دوه چنده زیات دي، دا هواره لاره ده، ګاډي په ارزانه راځي، ستونزه‌یې دا ده چې دلته معیاري ګمرګ نه‌شته."
په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، راتلونکې اوونۍ به د واګې بندر هم د افغانستان د صادراتو په مخ پرانیستل شي.
 


د مطلب کود: 214306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214306/د-ډنډ-پټان-او-انګور-اډې-سوداګریزې-لارې-پرانیستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com