دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 214312
په دوو ولايتونو کې اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته
په روزګان او زابل ولايتونو کې د توغنديزو بريدونو له امله اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته. لومړۍ پېښه زابل ولايت کې شوې ده. د والي وياند ګل اسلام سيال ويلي دي، د مرکز کلات په ځوځګرې سيمه کې د راکټ مرمۍ د چاودلو له امله درې ماشومان ووژل شول.

نوموړي ويلي، طالبانو پلان درلود چې په دغه بريد سره امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوي خو ياده مرمۍ د ماشومانو لاس ته ورغلې او پرې چاودېدلې ده.
نوموړي وويل، په ياده پېښه کې دوه نور ماشومان ژوبل شوي هم دي.
له بلې خوا د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم د هاوان یوه مرمۍ چاودېدلې چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د روزګان د والي وياند زړګي عبادي رسنيو ته ويلي، سيمه کې له طالبانو پاتې د هوان مرمۍ د چاودلو له امله يو شمېر ماشومان ژوبل شوي دي.
https://avapress.com/vdciz5arrt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته